دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ستورو نړیوال مرکز د اسلامي امت تر منځ د تفرقې او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لامل کېږي
بسم الله الرحمن الرحيم
د ستورو نړیوال مرکز د اسلامي امت تر منځ د تفرقې او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لامل کېږي

 (ژباړه)

خبر:

د ستورو نړیوال مرکز په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: د رمضان مبارکه میاشت به سږ کال په ډېری عربي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په یکشنبه د مارچ په ۱۰مه ولیدل شي؛ چې د ستورو د ارزونې له مخې د میاشتې د ښکاره کېدو مرکز به د ګرینویچ په وخت د یکشنبې په ورځ د سهار ۹ بجې وي او د میاشتې ورکېدل به له لمر لوېدلو څخه وروسته د اسلامي نړۍ تقریبا په ټولو سیمو کې وي.

پر همدغه اساس د ډېری عربي هېوادونو لکه، مصر، عربستان، اماراتو، قطر، اردن او الجزایر لپاره وړاندوینه کېږي، چې د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به دوشنبه یعنې د حوت ۲۰مه وي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي: د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو لکه، پاکشتان، ایران او بنګلدیش کې به د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ښايي توپیر ولري؛ ځکه داسې وړاندوینه کېږي چې دغه هېوادونه به د سه شنبې په ورځ یعنې د حوت په ۲۱مه رمضان پیل کړي.

تبصره:

د ستورو دغه نړیوال مرکز د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې دی؛ هغه امارات چې له ظالم یهودي رژیم سره عادي اړیکې لري، هغه امارات چې د "دبۍ-هیفا" وچه تېرېدونکې لاره یې د یهودو پر مخ خلاصه کړې، ترڅو له غزې او فلسطین سره د جګړې پر مهال د اړتیا وړ هر ډول توکي ترلاسه کړي. د ابراهیمي دینونو امارات؛ یعنې هغه امارات چې یو معبد یې د بودایانو لپاره او یوه کنیسه یې د یهودانو لپاره پرانیستې ده....

د ستورو دغه نړیوال مرکز د مسلمانانو د روژې او اختر د یووالي په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث هېر کړي او یا غواړي هېر یې کړي؛ ځکه د مسلمانانو تر منځ یې د تفرقې د زهرو په خپرولو پیل کړی او غواړي چې عقاید او عادتونه یې بدل کړي - تر دې چې هر ګوډاګی نظام به له خپلې خوښې سره سم د میاشتې د لیدلو لپاره، د سایکس پیکو د پولو پر اساس خپله خبرپاڼه خپروي - چې هغه مهال به یې هضم د عامو خلکو لپاره اسانه وي.

د یادونې وړ ده چې دغه مرکز په ۲۰۲۲م کال د رمضان میاشتې په لومړۍ ورځ اعلان وکړ، چې د میاشتې د لیدلو امکانات نشته دي؛ خو وروسته ولیدل شوه. همدارنګه دغه حالت په ۱۹۹۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۱، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم پېښ شو؛ نو هغه کسان چې ځانونه ستوري پېژندونکي بولي، د میاشتې لیدل یې ناممکن اعلان کړ، خو وروسته هغه ولیدل شوه.

د دغه مشکوک مرکز لخوا چې کومې ښکاره لاسوهنې شوې دي، یوازې د سیاسي موخو، د اسلامي امت تر منځ د تفرقې رامنځته کولو او د سایکس پیکو پولو د ټینګښت لپاره وې. د ستورو دغه مرکز او نور مرکزونه لکه په جده کې د ستورو بنسټ، دا یوازې د مسلمانانو د اخترونو او عباداتو د فاسدولو لپاره جوړ شوي دي او مسلمانانو ته پکار ده چې د دغو مرکزونو دروغ او ناوړه رول افشاء کړي. همدارنګه مسلمانان باید د میاشتې په لیدلو کې د الهي حکم په پام کې نیولو سره چې د مسلمانانو د یووالي لامل کېږي، یوازې له شرعي حکم څخه پیروي وکړي، نه دا چې د خاینو حکامو له هغو سیاسي تصمیمونو او د درباري علماوو له هغو ریاکاره فتواوو سره سم عمل وکړي، چې د اسلامي امت تر منځ د تفرقې لپاره تنظیم شوي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د هغې په لیدلو سره له روژې نیولو ډډه وکړئ او که چېرې میاشت (د ورېځې په سبب ...) له تاسو څخه پټه وه، نو د شعبان دېرش ورځې بشپړې کړئ.

او همدارنګه فرمایي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ الشَّهْرُ فَأَكْمِلُوا الْعِدَّةَ ثَلَاثِينَ»

ژباړه: د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د هغې په لیدلو سره له روژې نیولو ډډه وکړئ او که چېرې میاشت (د ورېځې په سبب ...) له تاسو څخه پټه وه، نو دېرش ورځې بشپړې کړئ.

او همدارنګه فرمایي:

«إِنَّمَا الشَّهْرُ تِسْعٌ وَعِشْرُونَ، فَلَا تَصُومُوا حَتَّى تَرَوْهُ وَلَا تُفْطِرُوا حَتَّى تَرَوْهُ، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدِرُوا لَهُ»

ژباړه: ترڅو مو چې میاشت نه وي لیدلې، روژه مه نیسئ او ترڅو مو چې میاشت نه وي لیدلې، اختر مه کوئ او د میاشتې د پټېدو او نه ښکاره کېدو په صورت کې د میاشتې په اندازه دېرش ورځې ونیسئ (دېرش ورځې بشپړې کړئ).

پورتني نبوي حدیثونه په ښکاره توګه بیانوي، چې د رمضان میاشتې د پیل شرعي دلیل، د رمضان میاشتې لیدل دي او د کوچني اختر شرعي دلیل بیا د شوال میاشتې لیدل دي او په دغو حدیثونو کې د شارع خطاب ټولو مسلمانانو ته دی؛ یعنې د شامي او حجازي، اندونزیایي او عراقي تر منځ توپیر نشته دی. د میاشتې په لیدلو کې اختلاف د اسلامي امت هغه لویه ستونزه ده، چې د خلافت دولت په نشتون کې ورسره مخ یو؛ یعنې هغه دولت چې د اسلام د احکامو پر اساس د مسلمانانو چارې سمبالوي او هغوی د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې سره متحد کوي.

لیکوال: نجم الدین شعیبن

۱۴۴۵هـ.ق د شعبان ۲۸مه

۲۰۲۴م د مارچ ۹مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې